ښاپېرۍ او غاټوله
؋ 99
اناهیتا د متقاعد سترجنرال الحاج شیر محمد کریمي لور ده چې د ۱۳۵۷ کال د غوايي به دوهمه نېټه په کابل کې زېږېدلې ده. تر یوولسم ټولګي پورې زده کړې یې د خیرخانې مینې د نسوانو په لیسه کې کړې دي. د کورنۍ جګړې له وجهې له اناهیتا ښوونځی پاتې شو او پردېسۍ ته یې مخه کړه. دا د ۱۹۹۶ م کال راهیسې په جرمني کې اوسېږي. د پردېس او اندیال په نوم دوه زامن لري.
اناهیتا وايي: „ په لویديځ کې په پښتو ژبه د ماشومانو لپاره کتابونه نه وو او ما جرمني ژبه زده نه وه چې بچیانو ته مې کیسې ولولم. نو، د دوی د ویده کېدو پر وخت به مې خیالي کرکټرونه وپنځول او د دوی ورځنۍ بوختیا به مې بېرته دوی ته پکې منعکسه کړه. یو وخت مې دې ته ورپام شو چې دا کیسې باید ولیکم. کله چې بچیانو ښوونځي ته تګ پیل کړ، ما له دوی څخه د جرمني ژبې زده کړه شروع کړه. وروسته مو کتابتون ته لار ومونده. که څه هم په جرمني ژبه برلاسې نه وم خو د ژباړې تابیا مې وکړه. له ۲۰۰۷ م کال راهیسې مې ماشومانو ته د کیسو لیکل او ژباړې پيل کړې او لا هم روانې دي.
په ۲۰۱۳ م کال مې په یوه ابتدايي ښوونځي کې چې ډېری زده کوونکي یې مهاجر وو په کار پیل وکړ. په پيل کې مې له دوی سره کورنۍ دندې کولې. وروسته د ښوونکې مرسته کوونکې شوم. پينځه کال وروسته مې د ماشوم د ښوونې او روزنې په برخه کې د مسلکي زده کړو تابیا وکړه. د زده کړو تر څنګ په وړکتون کې هم د ماشومانو په ښوونه او روزنه بوخته یم.“
د اناهیتا چاپ شوې ژباړې او لیکنې:
ـ تر شنه آسمان لاندې (کیسې) ژباړه
ـ د شپې کیسې
ـ ګاګروباتڅ او د کتابونو دوښمن (کیسې)
ـ د ځنګله بوډۍ (کیسې)
ـ د ژوو کنفرانس ( ناول)
ـ کوثره ستا کوچۍ ملګرې (کیسه)
ـ نامتو مفکران، لیکوال او شاعران (ژوند لیکونه)
ـ ځمکه او اسمان (معلوماتي)
ـ ولې، څنګه او چېرته ( معلوماتي )
ـ له مېږي تر ډایناسوره
ـ مات غږ ( شعري ټولګه)
ـ تر بتې چیغې (شعري ټولګه)
ـ ملګری یعنې څوک ( له زلمکو سره فلسفه)
ـ یو ماشوم یوه نړۍ ( له نورو لیکوالو سره ګډه د مقالو ټولګه)
ـ عمومي معلومات په دوو ټوکونو کې
Out of stock

You must be logged in to post a review.
At BookPoint, we believe that books should arrive as quickly and beautifully as possible. To give our readers a smooth experience, we offer three delivery options:
| Delivery Type | Delivery Time | Handled By | Fee |
|---|---|---|---|
| Standard | 12 – 48 hours | Trusted Delivery Partner | 99 AFN |
| Premium | 5 – 8 hours | Bookpoint.af Dedicated Delivery Team | 150 AFN |
| Elite | 45 minutes – 4 hours | Bookpoint.af Dedicated Delivery Team | 200 AFN |

Reviews
There are no reviews yet.